ایکنانیوز - د ایران د قرآن څیړاندو میرمنو د نړیوال سمینار منشڼې میرمن زکیه عبداللهیان له ایکنانیوز خبریال سره په خبرو کې ووئيل، د مقاومت جبهې په چورلیز توب سره دسیمې وروستیو پیښو ته په پام سره ددغه نړیوال سمینار شپاړسم پړاؤ،ددغې حوزې قرآني قرآني میرمنو ته بیّل دی او څیړاند ئې د فلسطین، لبنان،عراق، یمن او سورئې په څير له هیوادونو ټاکل کیږي.
هغې دې ته په اشارې سره چې دغه نړیوال سمینار د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها له نیمکرغه زوکړې کلیزې سره سم د روان لمریز کال د جدي یا مرغومې د میاشتې په شپږمه نیټه ترسره کیږي ،ووئيل؛ ددغه سمینار دترسره کیدا پورې په وخت کې به پيژندونکي کا رونه او هغو میرمنو ته بلنه چې د قرآن د حفظ،قرائت،هنري او څیړنې، روزنې او د قرآن د سیالیو د قضاؤت په مختلفو زمینو کې فعالیتونه کوي، په داخل کې او په هغو هیوادونو کې چې نامې ئې ښودل شوي دي، ترسره شي.
میرمن عبداللهیان ددغه سمینار د اجرا کیدا ځاي دتهران د میلاډټاؤر دنړیوالو غونډو هال اعلان کړ او وې وئيل، د ؛اخلاقو او معنویّت ؛ په نامې سره دوهم سمینار هم په همدې ورځې د تهران ښار د قرآني مبلغو او محفلدارو میرمنو ستاینې او قدرونې ته بیل دی . دغه دواړه پيښې له یوه بلې سره په یووخت شوي ،البته ټاکلي څیړاندې به په خپلواکه بڼه معرفي او وستایل شي.
د اخلاقو او معنویّت د دوهم سمیننار منشټې په پاي کې روښانه کړه، هڅه کوو څود مقننه او مجریه قؤو له مشرانو څخه یو شخصیّت ددغه سمینار ځانګړی میلمه شي. او میرمنو ته جایزې ډالۍ کړي.